په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې په تېر یو کال کې په دغه ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې دي چې په کې لږترلږه ۱۳۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، احسانالله کامګار ویلي دي چې په دغو پېښو کې همدارنګه ۱۷۵ تنه ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو چلوونکو سره به د ترافیکي اصولو او قواعدو له مخې جدي چلند وکړي.
د طالبانو د پولیسو ویاند تایید کړې ده چې د دغو پېښو د رامنځته کېدو لامل «د سړکونو زیات خرابوالی» او د چلوونکو بېاحتیاطي وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي او په وروستیو میاشتو کې د هېواد لسګونو اوسېدونکو په دغو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یو شمېر هېوادوال د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته د مسوولینو پر نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي چې دا ډول پېښې، د نورو حادثو ترڅنګ، په هېواد کې د تر ټولو خونړیو واقعو له ډلې څخه دي.
