نړۍ

د امریکا د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې یو شمېر افغانانو هم رایه ورکړه

د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې سه شنبې د لړم په اوولسمه په ټوله امریکا کې ترسره شوې. په دغو انتخاباتو کې په شرایطو برابرو ۴۱ میلیونه امریکایانو ګډون وکړ.

یو شمېر افغانان چې د امریکا تابعیت هم لري په دغو ټاکنو کې یې ګډون وکړ او وایي چې هیله من دي یوه ورځ په افغانستان کې هم انتخابات ترسره شي.

داریوش امیري چې د افغانستان ترڅنګ د امریکا تابعیت هم لري په دې اړه وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د امریکا په منځماله ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

امیري زیاته کړه: «هیله من یم چې یوه ورځ په افغانستان کې هم ټاکنې وشي او زما هېوادوال د خپلو استازو او ولسمشر د ټاکلو حق ولري.»

رومان مبارز هم یو بل دوه تابعیته افغان دی او وایي چې هیله من دی په افغانستان کې هم یوه ورځ ټاکنې ترسره شي.

هغه څرګنده کړه: «هیله من یم چې په دغو ټاکنو کې زما رایه اغېزه ولري، د امریکا دولت پام وکړي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.»

فرهاد امیر هم چې د افغانستان ترڅنګ د امریکا تابعیت هم لري وایي، داسې نوماند ته یې رایه ورکړې چې د ډیموکرات ګوند غړی دی. هغه نوماند چې ما ټاکلی، نظر یې د افغانانو په تېره بیا تازه راغلو کډولو په اړه مثبت دی.

هغه زیاته کړه: «د امریکا د نن ورځې ټاکنې د افغانستان په وړاندې د امریکا پر سیاسي او بهرنیو اړیکو اغېز نه لري، له دې امله چې په اوسني وخت کې د نړۍ اساسي ستونزه د اوکراین جګړه ده.»

افضل کوهنورد بل افغان دی چې وايي، هغه نوماند ته یې رایه ورکړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یې د امریکا ناکامي بللې ده.

هغه وویل چې په لنډمهال کې ستونزمنه چاره ده چې د افغانستان پر وضعیت د نن ورځې ټاکنو اغېز وارزول شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ډیموکراتان تراوسه په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو په پرتله یوه چوکۍ زیاته لري او ۱۷۵ جمهوري غوښتونکو او ۱۳۶ ډیموکراتانو دغې جرګې ته لاره موندلې ده.

په دې ټاکنو کې د دوو واکمنو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ګوندونو ترمنځ د کانګرس د ۳۴۵ چوکیو او د سنا جرګې له ۱۰۰ د ۳۵ چوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالي کېږي.

هغه کسان چې په دې ټاکنو کې بریالي شي د ۲۰۲۳ له جنورۍ د ۲۰۲۹ تر جنورۍ به د شپږو کلونو لپاره د امریکا په کانګرس کې کار وکړي.

امریکا کې د سنا جرګې غړي په درېیو ډلو وېشل کېږي او د هرې ډلې د خدمت دوره له بلې ډلې سره توپیر لري. هر دوه کاله وروسته یوه ډله ټاکل کېږي او وروستۍ ډله چې په ۲۰۱۶ کال کې ټاکل شوې وه باید په دې ټاکنو کې خپله غوښتنه وړاندې کړي یا هم د تقاعد اعلان وکړي او ګوښه شي.

جمهوري غوښتونکو په وروستیو ورځو کې زیاته هڅه کړې ترڅو په کانګړس کې ډېرې چوکۍ خپلې کړي.