په غیرمستقیم ډول د درېیمګړو اړخونو له لارې له طالبانو سره خبرې روانې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، ویلي چې دا بهیر منظم او جوړښتي نه دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې که دا هڅې د سولې په ټینګښت کې بریالۍ نه شي، اسلاماباد به یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه وکړي.
تر اوسه طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی
