افغانستان

د ننګرهار د هډې فارم د زیتونو باغونه د پام وړ حاصلاتو ته چمتو دي

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادې کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په هډې فارم کې د زیتونو باغونه د منظمې پالنې او تخنیکي مدیریت له امله په خورا ښه حاصلاتي حالت کې دي

د دغه شرکت په وینا، د هډې فارم په درېیم بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه یوازې د زیتونو باغونو ته ځانګړې شوې، چې ونې یې اوسمهال په خپل فعال حاصلاتي پړاو کې دي

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت متخصصین زیاتوي چې د باغدارۍ د معیاري مدیریت او دوامدارې پاملرنې له امله د دغو باغونو د تولید کچه ثابته پاتې شوې او د لا ښه والي پر لور روانه ده

 تمه کېږي چې سږ کال به له دغو باغونو څخه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ حاصلات ترلاسه شي، چې دا به د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي

د یاد شرکت مسوولین ټینګار کوي چې دوی په خپلو بېلابېلو فارمونو کې د کرنې او باغدارۍ د پراختیا هڅې ګړندۍ کړې دي

د دغو هڅو اساسي موخه د کرنیزو تولیداتو د کچې لوړول او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د زمینې برابرول دي، ترڅو افغانستان د کرنې په سکتور کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شي

ننګرهار د افغانستان د زیتونو د تولید اصلي مرکز ګڼل کېږي، چې د اقلیمي شرایطو له امله پکې د ایټالیا او هسپانیې په څېر د نړۍ د غوره زیتونو ونې ښه حاصل ورکوي

دغه باغونه او د زیتونو د پروسس فابریکه لسیزې وړاندې د ننګرهار د وادي کرنیزې پروژې په چوکاټ کې جوړ شوي وو، چې په تېرو کلونو کې یې د تېلو او اچارو محصولاتو نه یوازې په هېواد دننه، بلکې په نړیوالو نندارتونونو کې هم ځانګړی نوم ګټلی دی

اوسمهال د دغو باغونو بیا رغونه او عصري مدیریت د هېواد د کرنیز اقتصاد په وده کې مهم رول لوبو.