د هېواد کرېکټ بورډ وايي چې د «میرویس نیکه» درې ورځنیو سیمهییزو سیالیو شپږم پړاو ټاکل شوې د اپریل میاشتې په دویمه نېټه (د حمل په ۱۳مه) پیل شي. د دغو سیالیو کوربه توب د هلمند او کندهار ولایتونه کوي.
د کرېکټ بورډ په وینا، په دې سیالیو کې به پنځه سیمهییزې لوبډلې چې مس عینک، بند امیر، آمو، بست او سپینغر پکې شاملې دي، په دوروي شکل (هرې لوبډلې ته له نورو سره یو ځل لوبه) سره سیالي وکړي.
دا لوبې به د اپریل تر ۲۰مې پورې دوام وکړي چې په ټولیز ډول به ۱۰ لوبې ترسره شي. لوبې به په دوو لوبغالو، د کندهار کرېکټ میدان او د هلمند کرېکټ میدان کې ترسره کېږي او هره لوبه به د ځايي وخت له مخې د سهار په ۱۰ بجو پیل کېږي.
د لوبو د جدول له مخې، پرانیستونکې لوبې به د اپریل له ۲مې تر ۴مې پورې وي چې پکې به بست لوبډله په کندهار کې له آمو سره او بند امیر لوبډله په هلمند کې له مس عینک سره مخامخ شي.
د لوبو نور پروګرام په دې ډول اعلان شوی دی:
د اپریل ۲ تر ۴: بست د آمو پر وړاندې (کندهار) او بند امیر د مس عینک پر وړاندې (هلمند)
د اپریل ۶ تر ۸: بست د سپینغر پر وړاندې (کندهار) او آمو د مس عینک پر وړاندې (هلمند)
د اپریل ۱۰ تر ۱۲: بست د مس عینک پر وړاندې (کندهار) او سپینغر د بند امیر پر وړاندې (هلمند)
د اپریل ۱۴ تر ۱۶: سپینغر د آمو پر وړاندې (کندهار) او بند امیر د بست پر وړاندې (هلمند)
د اپریل ۱۸ تر ۲۰: مس عینک د سپینغر پر وړاندې (کندهار) او بند امیر د آمو پر وړاندې (هلمند)
کرېکټ بورډ ویلي چې په دې سیالیو کې به د وروستیو ولایتي فرسټ کلاس سیالیو غوره لوبغاړي، د څو ورځنیو لوبو قرارداد لرونکي لوبغاړي او د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې غړي — چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې وه — ګډون ولري.
چارواکو د دې سیالیو موخه د کورني کرېکټ پیاوړتیا او د نویو استعدادونو پېژندل بللي دي.
د «میرویس نیکه» سیالۍ په روان کال کې د کرېکټ درېیمه کورنۍ لوبه ده چې له هغې وروسته به د څو ورځنیو او محدودو اورونو (سپین بال) نورې لوبې هم ترسره شي.
