د افغانستان د ټرانزیټي توکو ۱۰۰۰۰ کانتینره د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ او جګړې له امله د متحده عربي اماراتو په «جبل علي» بندر کې بند پاتې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په دغه بندر او شاوخوا سیمو کې د افغانستان د سوداګریزو توکو بار وړونکې بېړۍ بېسرنوشته دي او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
بلخوا، یو شمېر اقتصادي شنونکي وايي چې د سیمهییزو کړکېچونو په دوام سره به افغانستان، چې په کلکه پر وارداتو متکي دی، تر ټولو زیات زیانمن شي.
د ایران او متحده ایالاتو جګړې د افغانستان پر ټرانزیټي سوداګرۍ سیوری غوړولی؛ په ځانګړې توګه هغه ټرانزیټي توکي چې د ایران د بندرونو له لارې هېواد ته واردېدل.
په دغو بند پاتې کانتینرونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي او د فابریکو خام مواد بار دي چې اوس د ایران او امریکا د جګړې له امله په جبل علي بندر او شاوخوا کې درول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ټرانزیټي توکو نږدې څلوېښت ورځې وړاندې د اوږد مهاله ځنډ له امله خپله لار له پاکستاني بندرونو څخه متحده عربي اماراتو ته بدله کړې وه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي، خانجان الکوزي ویلي: «له دې څخه له دوو تر درې زرو پورې افغانستان ته راستانه شوي چې پر هر کانتینر لس نیم زره ډالره لګښت راغلی او نور یې تر اوسه نه دي رارسېدلي، یو شمېر یې د امریکا او ایران په جګړه کې بند پاتې دي. اوس هم په بېړیو کې دي، کله په جبل علي او کله بل ځای کې، تر اوسه یې برخلیک روښانه نه دی.»
په سیمه کې د کړکېچ زیاتوالي د افغانستان پر اقتصاد، په ځانګړې توګه پر صادراتو او وارداتو ناوړه اغېز کړی دی. ځینې اقتصادي کارپوهان وايي چې په منځني ختیځ کې جګړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي په هېواد کې د خوراکي او نفتي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی او پر دې سربېره، په وروستیو ورځو کې افغانۍ هم د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ټرانزیټي توکو لویه برخه د کراچۍ بندر، واګه (پاکستان)، بندر عباس، چابهار (ایران) او جبل علي (اماراتو) له لارې واردېدل.
اوس له پاکستان سره د طالبانو د کړکېچ له امله د دغه هېواد بندرونه د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ تړل شوي او هغه ټرانزیټي توکي چې د ایران او اماراتو له لارې راتلل، د ایران او امریکا د جګړې تر سیوري لاندې راغلي دي.
دا بندر د نړۍ له لویو بندرونو څخه دی او له امریکا څخه بهر د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د بېړیو لپاره تر ټولو بوخت بندر ګڼل کېږي.
