د افغانستان د ښځو د «فانوس آزادي» غورځنګ د نوي لمریز کال په پیل کې ویلي چې «نوروز» پر تیارو د رڼا او «پر استبدادي ژمي» د پسرلي د حتمي بریا سمبول دی.
دغه غورځنګ وایي، نوی کال په داسې حال کې راغی چې د افغانستان ښځې او نجونې د خپلو لومړنیو انساني حقونو لکه د زدهکړې حق، د کار حق او په ازاده فضا کې د ساه اخیستلو له حق څخه بېبرخې ساتل شوې دي.
د یاد غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، که څه هم ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي، خو د پوهې ډېوه به د دوی په زړونو کې مړه نشي. په اعلامیه کې راغلي: «موږ په لاس کې فانوس نیولی، د دې اوږدې تورې شپې په کوڅو کې د ازادۍ لاره لټوو.»
دغو معترضو ښځو ټینګار کړی چې ریښتینی پسرلی به هغه ورځ وي چې هیڅ نجلۍ د ښوونځي د تړلو دروازو تر شا اوښکې تویې نکړي او هیڅ ښځه د ښځه توب په جرم په کور کې زنداني نه وي. دوی زیاته کړې: «موږ باور لرو چې ژمی تېرېدونکی دی او تور مخ به سکروټو ته پاتې شي».
دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې په دې نوي کال کې یوازې نندارچیان پاتې نشي، بلکې د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې تر څنګ ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د پنځم کال لپاره تعلیمي کال د شپږم ټولګي پورته نجونو او پوهنتونونو له حضور پرته پیل کړ او د منځنیو او لوړو زدهکړو دروازې لا هم د هغوی پر مخ تړلې دي.
