افغانستان په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له ۹۸۰۰ څخه د زیاتو امنیتي پېښو شاهد و.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د مقاومت او ازادۍ جبهو د تېر لمریز کال په جریان کې د طالبانو پر وړاندې تر ۲۲۰ ډېر بریدونه ترسره کړي او د داعش خراسان څانګه هم د ۱۴ امنیتي پېښو مسؤلیت منلی دی.
راپورونه ښيي چې په تېر کال کې، له پاکستان سره نښتې او پر کابل، کندهار او د هېواد پر یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستاني پوځ هوايي بریدونه هم شدید وو.
شمېرې همداراز ښيي چې په تېر لمریز کال کې د دغو نښتو او هوايي بریدونو له امله، سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
