لویدیځه اسیا

ټرمپ ایران ته: که د هرمز تنګی بند شي، د خارګ ټاپو د تېلو تاسیسات به په نښه کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که تهران د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ مخه ډب کړي، امریکایي ځواکونه به د ایران د تېلو تر ټولو لوی مرکز «خارګ ټاپو» تر برید لاندې راولي او ویجاړ به یې کړي. دا ګواښ پر داسې مهال کېږي چې نړیوال بازارونه لا دمخه د تېلو د رسولو له تاریخي بحران سره مخ دي.

ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې امریکایي ځواکونو په خارګ ټاپو کې د ایران پوځي اهداف «په بشپړ ډول له منځه وړي» دي. دغه ټاپو د ایران د تېلو د ۹۰ سلنه صادراتو مرکز دی.

ټرمپ زیاته کړه، تر اوسه یې د تېلو تاسیسات نه دي په نښه کړي، خو که ایران یا بل هر لوری د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د ازاد تګ راتګ مخه ونیسي، دی به سمدستي خپله پرېکړه بدله او د یادو تاسیساتو د ویجاړولو امر به وکړي.

د ایران وسله‌والو ځواکونو د شنبې په ورځ په غبرګون کې وویل، د دوی د انرژۍ پر بنسټونو هر ډول برید به په سیمه کې د تېلو د هغو شرکتونو د تاسیساتو د په نښه کېدو لامل شي چې له امریکا سره همکاري کوي.

ایراني رسنیو (فارس خبري اژانس) د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په خارګ ټاپو کې د بریدونو پر مهال له ۱۵ ډېرې چاودنې اورېدل شوې دي. سرچینې وايي، بریدونو د هوايي مدافع نظام، یوه سمندري اډه او هوايي ډګر زیانمن کړي، خو د تېلو صادراتي شبکې ته یې زیان نه دی رسولی.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د شنبې په ورځ وختي وویل چې له حزب الله سره یې یوځای پر اسرایلو نوي بریدونه کړي دي.

ورته مهال، اسرایلي پوځ ویلي چې الوتکو یې په ایران کې پر ۲۰۰ اهدافو بمبار کړی، چې پکې د بالستیک توغندیو لانچرونه او د وسلو تولیدي مرکزونه شامل دي.

 امریکا تایید کړې چې په عراق کې یې د تېلو د اکمالوونکې الوتکې ۶ واړه غړي وژل شوي دي. همداراز راپورونه ښيي چې په سعودي عربستان کې د امریکا ۵ نورې ټانکر الوتکې د ایران په توغندیز برید کې زیانمنې شوې او دا مهال تر ترمیم لاندې دي.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د پیل شوې دې جګړې له امله تر اوسه نږدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.

همداراز په میلیونونو نور کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. ټرمپ ویلي چې امریکایي بېړۍ به ډېر ژر په خلیج کې د تېلو د کښتیو بدرګه پیل کړي، خو دا یې ونه ویل چې دا جګړه به تر کومه دوام وکړي.