سوداګري

د چین د وارداتو په نړیوال نندارتون کې د افغاني غالیو محبوبیت

د چین د وارداتو نړیوال نندارتون د جمعې پر ورځ په دغه هېواد کې پرانیستل شو او د دغه نندارتون په څلورو غرفو کې افغاني محصولات چې ډېری یې غالي دي نندارې ته اېښودل شوي دي او د ګڼ شمېر نندارچیانو پام یې ځان ته اړولی دی.

د غاليو د صادروونکو او تولیدوونکو ټولنې مسوولان وایي، چې دغه نندارتون د افغانستان د غالیو صادراتو د ودې لپاره ځانګړی ارزښت لري او د وطني غالیو لپاره د بازارموندنې زمینه برابروي.

د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مرستیال قربان‌علي جمشېد‌زاده د دغه نندارتون په اړه وویل: «د چین وارداتي نندارتون د نومبر له پنځمې د نومبر تر لسمې د چین په بیجنګ ښار کې جوړ شوی او له افغانستان څخه څلورو شرکتونو ګډون کړی دی چې درې شرکتونه یې د غالې او یو بل یې د وچې مېوې په ځانګړې توګه د جلغوزیو دی.»

په دغه نندارتون کې د افغانستان برخې غرفه‌لرونکي وایي، چې وطني غالیو له بېلابېلو هېوادو د ګڼو کسانو پام ځان ته اړولی دی.

فیض محمد د افغانستان د غالیو یو سوداګر دی چې په دغه نندارتون کې غرفه لري. هغه وویل: «تېر کال د چین د وارداتو له نړیوال نندارتون سره د موږ له یو ځای کېدو وروسته، چین کې د افغاني غالیو په اړه په ښه توګه تبلیغ شوی دی. له هغې مودې وروسته زموږ غالۍ په دوامداره توګه چین ته صادرې شوې دي او د ډېری ملګرو له خوا خلکو ته ورپېژندل شوې دي. د چین خلک دغه غالۍ خوښوي.»

د هېواد یو بل سوداګر عبدالله چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی دی وایي: «اوس په لاس اوبدل شوې غالۍ کولای شو په مستقیمه توګه له افغانستانه چین ته صادرې کړو. دغه نقشونه له ملي ځانګړنو ډک دي او د افغانستان د ځایي کلتور بېلابېل عناصر دي.»

د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وایي چې د وطني غالیو د تولید کچه له یوه کال راهیسې لوړه شوې ده او ډېری افغانانو د وزګارۍ له امله دغه صنعت ته مخه کړې ده؛ خو پروړاندې یې له هېواده بهر ته د غالیو صادراتو ته کمه پاملرنه شوې او اوسمهال د غالیو د صادراتو پروړاندې هوايي دهلیزونه تړلی دی او سوداګر نه شي کولای په مستقیمه توګه په لاس اوبدل شوې غالۍ امریکایي او اروپایي هېوادونه ته صادرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو سره اوس د اقتصادي برخې فعالان د بېلابېلو توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

که څه هم اوسمهال د وطني غالیو د صادراتو کره شمېر نشته، خو د مخکیني حکومت شمېرې ښيي چې افغانستان هر کال نږدې یو میلیون متر مربع غالۍ صادروي او پاکستان، ایران، ترکیه، ازبکستان او اروپایی او امریکایي هېوادونه د افغانستان د غالیو لپاره ترټولو مهم مقصدونه دي.

د سوداګرو په وینا د بهرنیو الوتنو نشتون او په بانکي سیستم کې ستونزو هېواد کې د غالیو صعنت ته هم زیان رسولی دی.