د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، ادم بوهلر یو ځل بیا طالبانو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې که امریکایي وګړي په “ناحقه” په زندان کې وساتي، نو له متحده ایالاتو سره به هیڅ ډول اړیکې ونه لري.
د ډونالډ ټرمپ د دغه استازي دفتر پر اېکس (پخواني ټویټر) د بوهلر له قوله لیکلي: «د نړۍ هر هېواد باید پوه شي، که زموږ وګړي په ناحقه بندي کړئ، له متحده ایالاتو سره به هیڅ ډول رابطه ونه لرئ.»
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو اعلان کړی و چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چې په “ناحقه” کسان نیسي او بندي کوي.
نوموړي ویلي چې طالبان لا هم د “تروریستي تاکتیکونو” په کارولو سره د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو دا لاره به د امریکا د اوسنۍ ادارې پر وړاندې کار ورنکړي.
مارکو روبیو ټینګار کړی چې طالبان باید ژر تر ژره ډنیس کویل، محمود شاه حبیبي او نور ټول امریکایي وګړي، چې په افغانستان کې په غیر عادلانه ډول نیول شوي، خوشې کړي.
د ډونالډ ټرمپ د همکارانو له ډلې سباستین ګورکا د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې طالبانو ته یو جدي خبرداری بللی او لیکلي یې دي: «طالبانو، تاسو ته خبرداری درکړل شو!»
ادم بوهلر مخکې هم ویلي وو چې امریکا نور د خپلو وګړو بندي کېدل نه زغمي. هغه ګواښ کړی چې که دا کسان خوشې نشي، افغانستان به له جدي پایلو سره مخ شي او ښايي د ونزوئلا یا ایران په څېر له برخلیک سره مخ شي.
