افغانستان

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس: وخت راغلی چې طالبان د خپلو «جنایتونو» بیه پرې کړي

انځور- جیم ریش، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ریس

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس، جیم ریش وايي چې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو «جنایتونو» بیه پرې کړي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له هغه اقدام څخه په هرکلي سره چې افغانستان یې د «ناحقه بندیانو د ملاتړي هېواد» په توګه اعلان کړ، ویلي دي: «وخت راغلی چې طالبان د خپلو جنایتونو تاوان ورکړي».

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو رئیس ټینګار کړی چې طالبان له متحده ایالاتو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې، چې د دغه هېواد د مالیه ورکوونکو پیسې دي، د خپلو «تروریستي» مبارزو د مالي تمویل لپاره کاروي.

جیم ریش په ورته وخت کې زیاته کړې چې طالبان په هغو پیسو چې له امریکا یې ترلاسه کوي، هغه څه پلي کوي چې ده «د شریعت وحشي قانون» وباله او د دنیس کویل او محمود شاه حبیبي په څېر یې د متحده ایالاتو ډېر وګړي نیولي دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي وو چې طالبان لا هم د «تروریستي تاکتیکونو» په کارولو سره هڅه کوي سیاسي امتیازات ترلاسه کړي، خو دا تګلاره به د امریکا د اوسنۍ ادارې پر وړاندې بریالۍ نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان د «ناحقه بندیانو د ملاتړي هېواد» په توګه ټاکل شوی دی.

هغه په دغه پیغام کې ټینګار وکړ چې طالبان باید ژر تر ژره دنیس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې په افغانستان کې «په ناحقه» بندیان دي.

ورته مهال، د یرغمل نیول شویو کسانو په چارو کې د متحده ایالاتو استازي آدم بوهلر هم په دې اړه خبرداری ورکړی چې متحده ایالات به نور دا ونه زغمي چې کوم هېواد امریکايي وګړي په بند کې وساتي.

هغه په ایکس شبکه کې لیکلي چې دمګړۍ په افغانستان کې درې تنه «بې ګناه» امریکايي وګړي ساتل کېږي او د دې وخت رارسېدلی چې هغوی خوشې شي.

بوهلر خبرداری ورکړ چې که دا کسان خوشې نشي، افغانستان به له جدي پایلو سره مخ شي او ښايي د وینزویلا یا ایران په څېر له برخلیک سره مخ شي.

طالبانو تر اوسه د امریکايي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.