د طالبانو د مشر د واک په اصلي مرکز کندهار او د هېواد په درې نورو ولایتونو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند وایي، چې له پاکستان سره جګړه په خوست، پکتیا، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوام لري او طالب ځواکونو د کرښې هغې غاړې ته د پاکستان پنځه پوځي پوستې نیولې دي.
همداراز ځايي سرچینې وایي، چې تېره شپه په کاپیسا کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوې دي.
