د ناروې د کډوالو شورا (این آر سي) پر افغانستان د پاکستان هوايي او توپچي بریدونو ته په اشارې سره، چې تر دې دمه په کې ملکي وګړو ته هم زیانونه اوښتي، ویلي دي چې باید د ملکي وګړو ژوند خوندي وساتل شي.
دغې ټولنې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په کنړ ولایت کې د بېځایه شویو یو کمپ د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې په نښه شوی دی؛ دا هغه کسان دي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په زلزله کې زیانمن شوي وو او دغه کمپ ته یې پناه راوړې وه.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی چې په دغه برید کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې د «غضب لیل الحق» په نوم عملیاتو کې یوازې د دغه هېواد د حکومت مخالف وسله وال یا «ترهګر» په نښه کېږي.
خو طالبان بیا ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان په ډېری دغو بریدونو کې ملکي وګړي او د ځايي خلکو استوګنیز کورونه په نښه کوي.
ورته مهال، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د افغانستان پر خاوره د دغه هېواد هوايي بریدونه نن اتمې ورځې ته داخل شول.
دواړه لوري ادعا کوي چې په دغو نښتو کې یې یو بل ته درنه مرګژوبله اړولې ده؛ هغه ارقام چې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د کابل او اسلاماباد اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې دي.
پاکستان په پیل کې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ وکړ او تمه یې درلوده چې نوی حکومت به د ټيټيپي او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په څېر د وسلهوالو ډلو په کابو کولو کې مرسته وکړي، خو برعکس، دغو ډلو په ټول پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د یادولو وړ ده چې تېره میاشت په اسلاماباد کې په یوه جومات کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل، چې له امله یې په پلازمېنه کې امنیتي اندېښنې اوج ته رسېدلې دي.
