د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا په دې حقیقت اعتراف کړی چې اسلاماباد تر دې وړاندې تل ترې انکار کاوه. نوموړي سراجالدین حقاني ته په خطاب کې وویل چې د دوی تر درې نسلونو پورې مشرانو دوی په پاکستان کې ساتلي دي.
سراج الدین حقاني تېره ورځ په خوست کې د وینا پر مهال پاکستان په «ملي پاڅون» وګواښه.
هغه وویلي و که چېرې پر ملت غږ وکړي، نو دا به پاکستان ته ډېره ګرانه تمامه شي، خو ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره د خبرو لاره خلاصه ده.
حقاني د پاکستان له خلکو غوښتي وو چې خپل پوځي مشر عاصم منیر ته نصیحت وکړي او ورته ووایي چې زموږ پلرونو او نیکونو ستاسو خاورې ازادې کړې دي.
نه یوازې د حقاني کورنۍ، بلکې د نا مسؤله افغان وسلوالو تر درېیو نسلونو پورې مشران د پاکستان په خاوره کې مېشت وو او د اسلاماباد تر مستقیم ملاتړ لاندې یې په افغانستان کې د تېرو حکومتونو پر وړاندې جګړه کوله.
د خواجه دخبرو سره سم دا لړۍ د محمد داود خان د حاکمیت څخه پیل شوې چې دوی یې مخالفینو ته په خپل خاوره کې نه یواځې ځای ورکړی بلکې هرځل یې روزلي او تمویل کړي دي.
د چارو شنونکي وايي که څه هم نړۍ او افغانان په دې پوهیږي چې پاکستان تل د افغان ولس له ثبات سره دښمني کړې او د هر مقتدر حکومت پر وړاندې یې ترهګرې ډلې پیدا کړي، روزلي او حمایت کړي خو د دوی ننی اعتراف د دوی تاریخي شرم او د افغانانو د دایمي څرکندونو ثبوتونه دي.
خواجه آصف په ډاګه کړه چې پاکستان د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په یو وخت کې دوه مخې لوبه کوله؛ له یوې خوا یې د امریکا او ناټو لپاره لوجستیکي اسانتیاوې برابرولې او له هغوی یې پیسې ترلاسه کولې، خو له بلې خوا یې د حقاني شبکې او نورو طالب وسلهوالو ملاتړ کاوه او هغوی یې له امریکایانو پټ ساتل.
هغه حقاني ته په یادونه کې وویل: «له موږ به ستاسو د ځای ځایګي پوښتنه کېدله، ایا په یاد لرئ چې موږ پټ ساتلي واست؟».
دا اعترافونه ښيي چې پاکستان اوس په خپله په هغه لومه کې راګیر شوی چې د نورو لپاره یې ایښې وه.
خواجه آصف په ناهیلۍ سره وویل چې پاکستان د لسیزو مېلمه پالنې او قربانۍ په بدل کې هېڅ ترلاسه نه کړل او اوس هغه ډلې چې د دوی په غېږ کې لوېدلې، د پاکستان پر وړاندې په جګړه بوختې دي.
د چارو تحلیلګران د دفاع وزیر دا خبرې د پاکستان د تېرو څو لسیزو د بهرني سیاست د ناکامۍ تر ټولو لوی اقرار بولي. آصف په ډېر توند لحن وویل چې طالبان اوس د هغو کسانو (TTP) ملاتړ کوي چې د پاکستاني ماشومانو قاتلان دي، په داسې حال کې چې همدې طالبانو لسیزې د پاکستان پر سپېڅلې خاوره ژوند کړی او روزل شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مایک پمپئو وايي چې له طالبانو څخه د اسلاماباد لسیزې ملاتړ بالاخره د پاکستان لمن ونیوله او اوس دغه هېواد د هماغه ملاتړ بیه پرې کوي.
پمپئو لیکلي: «له بده مرغه، له طالبانو څخه د لسیزو ملاتړ بالاخره د پاکستان خاورې ته ور وګرځېد. راځئ هیلهمن واوسو چې دا یو دایمي بدلون وي.»
مایک پمپئو د ټرمپ د تېرې ولسمشرۍ دورې یو له هغو جګپوړو چارواکو څخه دی چې له طالبانو سره یې د زلمي خلیلزاد په استازولۍ د دوحې مذاکرات رهبري کړل؛ هغه مذاکرات چې د دوحې د تړون د لاسلیک او په هېواد کې واک ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو لامل شول.
تېره اوونۍ پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستاني پوځ له بمباریو وروسته، د پنجشنبې له شپې راهیسې د طالب ځواکونو او پاکستان ترمنځ سختې نښتې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې پاکستاني ځواکونو د کابل په ګډون د افغانستان مهم ښارونه په نښه کړل.
په داسې حال کې چې طالبان په دغو نښتو کې د ۵۵ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کوي، د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدي بیا د «غضب الحق» عملیاتو په ترڅ کې د ۲۹۷ طالبانو د وژل کېدو، د ۴۵۰ نورو د ټپي کېدو او د ۲۹ هوايي بریدونو خبر ورکوي؛ هغه ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۸۹ پوستې، ۱۳۵ ټانګونه او ګڼ شمېر نظامي وسایط هم له منځه وړل شوي دي
