روغتیا

کنړ کې د ۹.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت روغتیایي تړون لاسلیک شو

د طالبانو د ادارې عامې روغتیا وزارت وایي چې له «هیلټ نېټ ټي‌ پي‌ او» مرستندویه بنسټ سره یې په کنړ ولایت کې د روغتیایي خدماتو د پراختیا په موخه د ۹.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا تړون به د ۱۸ میاشتو په موده کې پلی شي او موخه یې د «بنسټیزو روغتیایي خدماتو کڅوړې» (BPHS) له لارې د لومړنیو او تخصصي روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.

وزارت ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کنړ کې اړینو روغتیایي خدماتو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي او په دغه ولایت کې به لویو روغتیایي ننګونو ته رسیدګي وشي.

د اعلامیې پر بنسټ، دې طرحه به په بېلابېلو روغتیایي برخو کې شاوخوا ۱۵۱۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

په اعلامیه کې د «هیلټ نېټ ټي‌ پي‌ او» د استازو له خولې ویل شوي چې دوی هیله من دي دا پروژه په ټاکلي وخت او له معیارونو سره سم پلي شي او د ټولنې روغتیایي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې له طبي او نورو لوړو زده‌کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ممنوعیت به د افغانستان روغتیایي نظام له لا ډېر بحران سره مخ کړي.