منځنی ختیځ

ایران کې پوځي چورلکه لوېدلې؛۴ کسان مړه شوي

د ایران په اصفهان ولایت کې د پوځ یوه چورلکه د مېوې پر یوه مارکېټ راغورځېدلې چې له امله یې د پیلوټ او مرستیال پیلوټ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د اصفهان په «درچه» ښار کې رامنځته شوې ده.

په وژل شویو کې دوه تنه د مارکېټ سوداګر هم شامل دي. له سقوط وروسته په سیمه کې اور لګېدلی و، چې د ژغورنې ډلو له خوا بېرته کنټرول شوی دی.

کارپوهان وايي چې ایران د هوايي خوندیتوب په برخه کې خراب ریکارډ لري او د ایران ډېری الوتکې او چورلکې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څخه وړاندې اخیستل شوې (پېرل شوې) دي.

تېره اوونۍ هم په دې هېواد کې یوه اېف-۴ (F-4) جنګي الوتکه راغورځېدلې وه چې یو پیلوټ یې پکې ژوند له لاسه ورکړ.