سوداګري

کابل کې د کورونو د بیو کمښت؛ د خلکو خوښي او د معاملو د لارښوونې دفترونو خراب بازار

په کابل کې د معاملو د لارښوونې دفترونو خاوندان وايي چې د طالبانو ادارې له رامنځته کېدو او د خلکو اقتصاد له کمزورتیا وروسته، د کورونو د کرایې، ګروۍ، پېر او پلور کاروبار د مخکیني حکومت په پرتله کابو پنځوس سلنه کم شوی او آن یو شمېر د معاملو د لارښوونې دفترونه له کلونو فعالیت وروسته له سقوط سره مخ دي.

حاجي محمد ندیم له هغو کسانو څخه دی چې په خیرخانه سیمه کې د معاملو د لارښوونې دفتر لري. هغه وايي چې خلک د کور د پېرلو او ګروۍ وس نه لري او له بلې خوا د طالبانو له خوا د قبالو سند نه اجرا کېږي، دوی اړ دي چې له شرعي قبالې پرته پیسې ورکړي.

ندیم زیاته کړه هغه کور کې کابو دوه سوه زره ډالر ارزښت لري، اوس ۱۳۰ زره ډالرو ته یې بیه راټیټه شوې ده، د پېر پلور معاملې ډېرې کمې شوې او آن په څلورو پينځو میاشتو کې هېڅ پېر پلور نه دی ترسره شوی.

مصطفی ارزان پرست، په مکرویان سیمه کې د معاملو د لارښوونې یو بل خاوند دی او وايي: «د کورونو د پېر پلور بیه په نسبي توګه کمه شوې او د کورونو پېر پلور کم شوی او لږ پلور روان دی. زموږ اصلي ستونزه د طالبانو له خوا د شرعي قبالو نه اجرا کېدل دي.»

مبین احمد، لس کاله کېږي چې د کابل په نوي ښار کې د معاملو د لارښوونې په کاروبار اخته دی.

هغه وایي چې څوک د کور په ګروۍ ورکولو وس نه لري او هغه کسان چې په مخکیني حکومت کې یې کور او یا جایداد په ګروۍ ورکړی و، اوس د جایداد خاوندان د هغوی د پیسو د ورکول وس نه لري.

د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د معاملو د لارښوونې دفترونه په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې ښه بازار درلود؛ خو اوس یې بازار کم شوی او ناروښانه راتلونکي اندېښمن کړي دي.

هغوی د کورونو د بازار د خرابوالی لاملونه وزګاري، ناوړه اقتصادي وضعیت او ترټولو مهم د هېواد پر اوسني وضعیت نه ډاډمنتیا ګڼي؛ هغه وضعیت چې د دې لامل شوی خلک پر کورونو او ځمکو پانګونه ونه کړي.

په همدې حال کې کابل ښاریان په پلازمېنه کې د کورونو د بیو له کمېدو خوښي څرګندوي.

د کابل یو اوسېدونکی عبدالرشید قانع وایي: «۱۵ کاله کېږي چې په کرایي کورونو کې ژوند کوم او اړ یم هره میاشت د کور کرایه ورکړم. د هغو کورونو کرایه چې ۲۵ زره افغانۍ وه اوس پر ۱۲ زره افغانۍ په کرایه نیول کېږي.»

سمیع حیدري چې په اریا ښارګوټي کې ژوند کوي په دې اړه وایي: «په مخکیني حکومت کې په دې سیمه کې چا د کور د پېرلو وس نه درلود او د کورونو بیې لوړې وې؛ خو اوس خلک کولاي شي په کمه بیه دلته کور وپېري.»

اقتصادي ننګونې، د بانکونو تړل کېدل، د طالبانو له خوا د شرعي قبالو نه اجرا کېدل، پر طالبانو د خلکو نه باور، پر افغانانو د محدودیتونو زیاتېدل، د کډوالۍ زیاتېدل او وزګارتیا د دې لامل شوې چې د کورونو د پېر، پلور، ګرو او کرایو بهیر له ځوړتیا سره مخ؛ بیې ټیټې شي او د بیو دغه کمېدل د خلکو د خوښۍ او د معاملو د لارښوونې دفترونو د بازار د خرابوالي لامل شي.