پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر بې اسناده افغان کډوال په پنځو سیمو، په ځانګړې توګه په اسلاماباد کې نیولي دي. د راپورونو له مخې، دا افغانان په اسلاماباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې نیول شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو دا کمپاین په جوماتونو کې د پلټنې له لارې روان دی او په پام کې ده چې په روانه روژه کې ۴۴۹ عبادت ځایونه، بازارونه او د استوګنې سیمې تر څارنې لاندې ونیول شي.
رسنۍ زیاتوي چې په دې لړ کې تر ۲۰۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه، رنجر، د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې او استخباراتي شبکې برخه لري.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د “غیرقانوني استوګن” افغانانو د پېژندنې، د اسنادو تایید او قانوني اقداماتو لړۍ به روانه وي؛ خو هغوی چې په قانوني ډول مېشت دي، له کومې ستونزې سره به مخ نشي.
چارواکو ټینګار کړی چې بې اسناده افغانان باید خپل اسناد سم کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ تېزه کړې ده؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
یوازې په تېره یوه اوونۍ کې (د دلوې له ۲۵مې تر د کب لومړۍ نېټې) پاکستان ۱۱۵۶۷ افغان کډوال ایستلي دي؛ دا ارقام د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون یوازې د دغې اوونۍ د څلورو ورځو وړاندې کړي دي.
په نږدې تېرو دوو کلونو کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د اخراج د بې ساري زیاتوالي شاهد دی.
ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې دا پراخې راستنېدنې د افغانستان پر محدودو سرچینو او د مرستو رسولو پر ظرفیتونو دروند فشار راوړي.
