د ملګرو ملتونو د تخصص ډلې ویلي چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ څخه برخمنه ده.
د «جست ده نیوز» امریکايي رسنۍ د دې ډلې له قوله راپور ورکړی چې حقاني شبکه او القاعده لا هم په افغانستان کې له یو بل سره نږدې اړیکې پالي او د سیمې هېوادونه د ترهګرو ډلو او د هغوی له پایلو اندېښنه لري.
له دې سربېره، د ملګرو ملتونو د تخصص ډلې په خپلې نوې ارزونه کې د نړۍ په کچه د جهادي ډلو د څو قطبي ګواښ په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
