د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

‌د پاکستان د دفاع وزیر، د خپلو تېرو خبرداریو په څېر یو ځل بیا پر افغانستان، د پوځي برید خبرداری ورکړی دی.

نوموړي له «فرانس ۲۴» سره په مرکه کې زیاته کړې، چې پاکستان به پر افغانستان د داسې بریدونو په ترسره کولو کې هېڅ ځنډ و نه کړي. خواجه محمد آصف دا هم ویلي، چې پاکستان تل د ځان د دفاع او برید اختیار له ځانه سره لري، خو که طالبان سوله تضمین کړي نو دغه دښمني به رامنځته نه شي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په روانه اونۍ کې یې د تېرو نښتو پر مهال درې نیول شوي پاکستاني پوځيان د عربستان په منځګړیتوب خوشې کړل.

د طالبانو له دې اقدام سره، لا هم داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې کمې شوې نه دي.