کډوالي

د کډوالۍ نړیوال سازمان: راستانه شوي کډوال روژه په سختو شرایطو کې تېروي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د روژې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله زرګونه هغه کورنۍ چې له کلونو وروسته له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوي، دا میاشت په داسې حال کې تېروي چې د خوړو له کمښت، د دوامداره عاید له نشتوالي، ویجاړو شویو کورونو او لومړنیو خدماتو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي چې روژه د ډېری کورنیو لپاره د یوځای کېدو، دعا او پیوستون وخت دی؛ خو د یو شمېر راستنېدونکو لپاره دا میاشت په داسې حال کې را رسېدلې چې لا هم د خپل ژوند د لومړنیو برخو د بیا رغولو لپاره په هڅو بوخت دي.

د راپور له مخې، په تېرو کلونو کې پرله پسې جګړو، اقتصادي بحرانونو او بې‌ثباتیولکونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي وو.

یاد سازمان زیاتوي، اوس چې د راستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې، ډېری دغه کورنۍ له تریخ واقعیت سره مخ دي: هغه کورونه چې رغولو ته اړتیا لري، کاري فرصتونه کم او ملاتړې شبکې محدودې دي .

۳۶ کلنه محبوبه، چې له کلونو وروسته له پاکستانه د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ ته راستنه شوې، یو له دغو کسانو ده.

هغه له خپلو درېیو ماشومانو سره په کمو امکاناتو افغانستان ته راغلې ده. محبوبه چې په پاکستان کې زېږېدلې او لویه شوې وه، په ۲۰۲۵ کال کې تر راستنېدو وړاندې یې هېڅکله افغانستان د کور په توګه نه و تجربه کړی.

نوموړې وايي، راستنېدل یې ناڅاپي او له مخکې چمتووالي پرته وو. دا کورنۍ په محدودو وسایلو او لږې سپما سره داسې هېواد ته ننوته چې که څه هم د هویت ریښې یې ورسره تړلې دي، خو د معیشتي او ټولنیز پلوه ورته نااشنا دی.

محبوبه وايي، لویه اندېښنه یې خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو برابرول دي، په ځانګړې توګه په روژه کې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، راستنېدونکې کورنۍ په ځانګړې توګه په لومړنیو اونیو کې له سمدستي ننګونو سره مخ وي.

دغه سازمان ویلي چې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له زیانمنو کسانو سره نغدي مرستې، د سرپناه ملاتړ او د معیشتي پروګرامونو همکاري کوي.

محبوبې تر راستنېدو وروسته اضطراري نغدي مرسته ترلاسه کړې چې د هغې په وینا د کور د کرایې، د خوراکي توکو د برابرولو او نورو لګښتونو لپاره یې کارولې ده. خو هغه ټینګار کوي چې دا مرستې لنډمهاله دي او د دوامداره عاید نشتوالی یې لا هم اصلي ستونزه ده.

هغې د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ د یوه ټولنیز مرکز څخه هم لیدنه کړې چې د معلوماتو، مشورې او بشري مرستو ته د لاسرسي خدمات وړاندې کوي.  نوموړې په همدې لړ کې د خیاطۍ په یوه روزنیزه دوره کې نوم لیکنه کړې څو د عاید موندلو یو مهارت زده کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، روژې پر داسې کورنیو فشار نور هم زیات کړی دی. محبوبه وايي: “په پاکستان کې مو تل د افطار لپاره څه لرل، ګاونډیانو به خواړه راکول او ماشومان به مې وږي نه ویده کېدل؛ خو اوس هره ورځ په دې فکر کوم چې هغوی ته خواړه څنګه برابر کړم.”

یاد سازمان زیاتوي چې بې سرپرسته ښځې د راستنېدونکو په منځ کې تر ټولو زیانمنې دي. سره له دې هم محبوبه وايي چې په روژه کې ایمان او دعا ورته ارامي بښي او هیله لري چې د زده کړو په دوام سره خپلو ماشومانو ته ښه راتلونکی جوړ کړي.