پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په «ملنګي» سیمه کې د پاکستان پر یوه پوځي مرکز د موټر بم برید له امله لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.
خو عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د مرګژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.
دا برید د باجوړ په ملنګي سیمه کې پر یوې دیني مدرسې شوی؛ دا هغه ځای دی چې پخوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پلویانو په واک کې و، خو اوسمهال یې کنټرول د پاکستاني امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.
تحریک طالبان پاکستان تر اوسه د دغه برید، هدف او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته وویل: «دا پر هغې مدرسې د نقلیه وسیلې په واسطه یو ځانمرګی برید دی چې پخوا د طالبانو د پلویانو پټنځای و او اوس یې کنټرول د امنیتي ځواکونو او پولیسو په لاس کې دی.»
رسنیو ویلي چې د دغه پوځي مرکز ودانۍ په بشپړ ډول له خاورو سره خاورې شوې ده او تر خاورو لاندې د خلکو را ایستلو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.
د راپورونو له مخې، له برید وروسته په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې هم شوې دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په سیمه کې نښته اوس پای ته رسېدلې او شپږ سرتېري له خاورو ژوندي ایستل شوي دي.
