د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د څار ډلې مأموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
دا پرېکړه، د پنځلسو موافقو رایو او د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره وروستی شوه. له دې سره به طالبان یو بل کال هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې پاتې شي او د دې ډلې د یو شمېر مشرانو د سفر معافیت هم ونه غځول شو.
چین، روسیې او پاکستان د بندیزونو د څار ډلې د مأموریت له غځېدو د هرکلي ترڅنګ، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. په همدې حال کې، امریکا وایي چې طالبان له یرغمل شویو کسانو څخه د واشنګټن پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. خو د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، چې د بندیزونو د مودې غځول یو ناکام اقدام دی.
