د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د دیني او جهادي مدرسو له ۳۱۵ څخه زیاتو فارغانو ته د لیسانس سندونه ورکړي دي.
دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا اسناد تېره ورځ له فارغانو څخه تر ازموینې اخیستلو وروسته وېشل شوي دي.
د خپرو شویو اسنادو له مخې، د دغو اسنادو ترلاسه کوونکي په پاکستان کې د حقاني مدرسې په ګډون د نورو دیني مدرسو فارغان دي.
هغه اسناد چې د آمو ټلوېزیون لاس ته ورغلي، ښيي چې طالبانو په افغانستان او پاکستان کې د دیني او جهادي مدرسو ۲ زره ۵۱۹ تنو فارغانو ته د ماستري سندونه ورکړي دي.
په دغو کسانو کې د پاکستان د لسګونو دیني مدرسو فارغان، د دارالعلوم حقانیه په شمول، شتون لري.
له دې وړاندې هم هغه اسناد چې آمو ترلاسه کړي وو، ښودله چې طالبانو په دریو جلا ډلبندیو کې په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو کې، د دیني او جهادي مدرسو ۲۵۱۹ تنو فارغانو ته د ماستري سندونه وېشلي دي.
د دغو سندونو پر بنسټ، د کویټې د نورالمدارس الفاروقیه، د پېښور د دارالعلوم تاجآباد، د پېښور د امدادالعلوم الاسلامیه، العمریه فیالپاکستان، د پاکستان د سراجالعلوم کاهي او په پاکستان کې د لسګونو نورو مدرسو فارغانو د طالبانو له لوري د ماستري سندونه ترلاسه کړي دي.
د آمو موندنې ښيي چې تر ټولو زیات د ماستري سندونه د دارالعلوم حقانیه پورې اړوند د دریو مدرسو فارغانو ته چې د «الحقانیه اکوړه خټک»، «دارالعلوم حقانیه» او «دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک» په نومونو دي، وېشل شوي دي.
