د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال، اولیکسي کولېبا اعلان وکړ چې د جمعې په سهار د تورې بحیرې په ساحلي سیمه «اودیسا» کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په یوه خونړي برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او شپږ نور سخت ټپیان شوي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، دې بریدونو په قصدي ډول د دغه هېواد پر اقتصادي او لوژستیکي بنسټونو تمرکز درلود.
اولیکسي کولېبا په خپله رسمي ټیلیګرام پاڼه لیکلي: «روسیې یو ځل بیا د بندرونو او د اوسپنې پټلۍ پر بنسټیزو تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.»
د اودیسا بندر، چې د اوکراین د غلو او نورو سوداګریزو توکو د صادراتو اصلي دروازه ګڼل کېږي، په نښه کول د اوکراین پر اقتصاد یو بل توند ګوزار بلل شوی دی.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه چې د روسیې بریدونو د دنېپروپټروفسک (Dnipropetrovsk) سیمه هم ولړزوله. په دغه سیمه کې د اورګاډي پټلۍ او د ټرانسپورټي شبکې مهم تاسیسات په نښه شوي دي.
د اوکراین د رېل پټلۍ ادارې ویلي چې دغو بریدونو د اورګاډو په تګ راتګ کې ځنډ رامنځته کړی او ځینې برخې یې سختې زیانمنې کړې دي.
عیني شاهدانو ویلي چې په اودیسا کې یې د درنو چاودنو غږونه اورېدلي او له برید وروسته په بندر کې اور لګېدلی و.
د اوکراین دفاعي ځواکونو که څه هم یو شمېر ډرونونه په نښه کړي، خو ځینې یې په خپلو هدفونو لګېدلي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د زیربناوو د ویجاړولو جګړه په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا توده شوې ده.
