د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي جمهوریت د تاسیس د ۴۷مې کلیزې په مراسمو کې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ملي یووالي غږ وکړ او ټینګار یې وکړ چې حکومت یې د اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته چمتو دی.
په تهران او نورو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک د حکومت د ملاتړ لپاره راټول شوي وو، په داسې حال کې چې ایران د خپل وروستي تاریخ له یو ډېر ستونزمن پړاو څخه تېرېږي.
د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو خبرو اترو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا هم ګواښ کړی چې که تهران د واشنګټن غوښتنې (له یورانیمو بډاینې نیولې تر بالستیک توغندیو پورې) ونه مني، نو ښايي پوځي بریدونه پرې وکړي.
پزشکیان د تهران د ازادۍ میدان کې وویل: «موږ د اټومي وسلو په لټه کې نه یو او هر ډول تایید (Verification) ته چمتو یو.» خو هغه زیاته کړه چې د امریکا او اروپا لخوا رامنځته شوي «د بې باورۍ لوړ دېوال» اجازه نه ده ورکړې چې دا خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.
پزشکیان د هغو لاریونونو په اړه چې د ژوند د لوړ لګښت او د تومن د ارزښت کمېدو له امله پیل شوي وو، د حکومت د نیمګړتیاوو له امله بښنه وغوښته.
هغه وویل: «موږ د خلکو غږ اورېدو ته چمتو یو. موږ د خلکو خدمتګاران یو او له خلکو سره د مقابلې په لټه کې نه یو.»
هغه دغه اعتراضونه د دښمنانو «ناوړه تبلیغات» وبلل خو ټینګار یې وکړ چې حکومت هڅه کوي شته زخمونه جوړ کړي او هغه جلاوالي چې په ټولنه کې پیدا شوي، له منځه یوسي.
په دغو مراسمو کې د امریکا او اسرائیلو ضد شعارونه ورکول کېدل او د دغو هېوادونو بیرغونه وسوځول شول.
همدارنګه د تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ویشتل شویو اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو پاتې شوني او ایراني توغندي هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
