پناه غوښتونکو سره د مرستې نړیوال بنسټ (آی آر اې پي) وايي، په متحده ایالاتو کې یوې فډرال محکمې د ټرمپ حکومت ته امر کړی چې د امریکا د افغان متحدینو د ځانګړو کډوالۍ ویزو(اس آی وي) غوښتنلیکونو ته پر خپل وخت رسیدګي وکړي.
د دغه بنسټ په وینا، د محکمې دا امر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو پر وړاندې د “افغان او عراقي متحدینو” د ډلهییز شکایت پر اساس صادر شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د سفر پراخ بندیز لا هم متحده ایالاتو ته د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د پناه غوښتونکو د ننوتلو پر وړاندې اصلي خنډ دی. خو د دغې فډرال محکمې قاضي امر کړی چې د ماموریت د مشر (COM) له لوري د غوښتنلیکونو پروسس کول، چې د ځانګړو ویزو یا “SIV” د دوسیو لومړنی ګام دی، باید سمدستي د دې کټګورۍ د غړو لپاره بېرته پیل شي.
پناه غوښتونکو سره د مرستې نړیوال بنسټ ویلي چې فډرال محکمې همدارنګه د فبرورۍ پر ۲۴مه د دې دوسیو د وضعیت په اړه یوه غونډه ټاکلې ده؛ په دغه ناسته کې به د ټرمپ اداره موظفه وي چې تشریح کړي چې څنګه غواړي د غوښتنلیکونو د پروسس چټکولو لپاره د محکمې له پلان سره خپل سمون ښه کړي.
د دغه بنسټ په وینا، دا امر د فډرال محکمې د قاضي “چوټکان” له لوري صادر شوی او هغې په خپل حکم کې لیکلي چې د ټرمپ د ادارې چارواکي «هیڅ ډول قانوني یا غیرقانوني واک نلري چې هغې پروسې ته په یو اړخیز ډول د پای ټکی کېږدي چې د امریکا کانګرس یې د چټکتیا غوښتنه کړې ده».
د یادونې وړ ده چې پناه غوښتونکو سره د مرستې نړیوال بنسټ یا “IRAP” ځان د هغو افغان او عراقي اتباعو استازی بولي چې په دغو دوو هېوادونو کې یې د متحده ایالاتو له ماموریتونو او د ځانګړو کډوالۍ پروګرامونو څخه ملاتړ کړی دی.
د دغه بنسټ یوې وکیلې، کمبريلی ګرانو د محکمې د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل: «دا پرېکړه د ټرمپ د ادارې هغو ښکاره هڅو ته یو ګوزار دی چې نه یوازې د محکمې حکمونه له پامه غورځوي، بلکې غواړي هغه افغانان یوازې پرېږدي چې لا هم د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دي.
ډېری متحدینو کلونه، کله ناکله له یوې لسیزې ډېر وخت، د خپلو غوښتنلیکونو د څېړلو لپاره انتظار ایستلی او دا حکم یو جدي یادونه ده چې د متحده ایالاتو حکومت له قانوني پلوه مکلف دی چې د هغوی د ساتنې په اړه خپله ژمنه پوره کړي.»
ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته داسې اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې پر بنسټ یې د “P1 او P2” په ګډون د پناه غوښتنې ځینې پروګرامونه ودرول شول او ورسره جوخت، د امریکا د ځانګړو کډوالۍ ویزو یا “SIV” دوسیو ته د رسیدګۍ او د هغوی د بیا مېشتېدنې بهیر هم له ځنډ او خنډ سره مخ شو.
د ټرمپ د ولسمشرۍ له دویمې دورې څخه د څه باندې یو کال په تېرېدو سره، د هغه ادارې نه یوازې دا محدودیتونه لغو نه کړل، بلکې د یو افغان تبعه له لوري د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو له ډزو وروسته یې د افغانستان په ګډون پر ۷۵ هېوادونو د سفر بشپړ بندیز ولګاوه؛ هغه اقدام چې په عملي توګه امریکا ته د هېوادوالو د هر ډول قانوني کډوالۍ بهیر ودراوه. د ټرمپ ادارې تر اوسه د فډرال محکمې د دې نوي امر په اړه څه نه دي ویلي.
