د دوشنبې په ورځ په اسټرالیا کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل ترڅو د اسرائیلو د ولسمشر اسحاق هرزوګ د سفر پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي. هرزوګ اسټرالیا ته تللی ترڅو د تېر کال د ډسمبر د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي وښيي.
اسحاق هرزوګ د اسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیز په بلنه دغه هېواد ته تللی دی. دا بلنه د تېر کال د ډسمبر پر ۱۴مه د سډني په “بونډي بیچ” کې د هانوکا (د یهودانو مذهبي مراسمو) پر مهال له هغو ډزو وروسته ورکړل شوه چې پکې ۱۵ تنه ووژل شول.
دغه سفر په اسټرالیا کې د ګڼو خلکو غصه راپارولې ده؛ اعتراض کوونکي هرزوګ په غزه کې د ملکي وګړو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.
په سډني کې زرګونه کسان د ښار په مرکزي برخه کې راټول شوي وو او د فلسطین په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
یو ۳۰ کلن اعتراض کوونکي جیکسن الیوټ رویټرز ته وویل: “د بونډي پېښه دردوونکې وه، خو زموږ مشرتابه د فلسطین او غزې د خلکو په اړه هېڅ غبرګون ونه ښود. هرزوګ د نیواک په اړه له ټولو پوښتنو تښتي او دا سفر یوازې د اړیکو په نوم بولي، خو هغه په جنایتونو کې شریک دی.”
امنیتي چارواکو په سډني کې د هرزوګ د سفر پر مهال ۳۰۰۰ پولیس سرتېري ګومارلي او پولیسو ته ځانګړي واکونه ورکړل شوي چې خلک له ځینو سیمو وباسي یا موټرونه وپلټي.
بل لور ته، د اسټرالیا د یهودانو شورا په یو پرانستې لیک کې چې د ۱۰۰۰ څخه زیاتو اکاډمیکو شخصیتونو لاسلیک کړی، له لومړي وزیر څخه غوښتي چې د هرزوګ بلنه بېرته واخلي.
هرزوګ د خپل سفر پیل په بونډي بیچ کې د وژل شویو کسانو په یادګار د ګلانو د ګېډۍ په اېښودلو سره وکړ او دا برید یې پر ټولو اسټرالیایانو او د ډیموکراسۍ پر ارزښتونو برید وباله.
