د تخار ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې، د دودیزې بڼې د سرو زرو استخراجوونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري له دوی په جبري توګه پيسې اخیستل کېږي او ګواښل شوې دي.
دغه کارګران چې د شګو د مینځلو له لارې سره زر ترلاسه کوي، زیاتوي چې، د طالبانو د فشارونو له امله اړ شوي، خپل فعالیت ودروي او اوس د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي برابرولای.
د دوی په خبره، طالبان د ورځې درې یا څلور ځلې د دوی کارځای ته راځي او په بېلابېلو پلمو له دوی پیسې غواړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
