متحده ایالتونه

امریکا ملګرو ملتونو ته د میلیاردونو ډالرو پور تادیه پیلوي

متحده ایالات پلان لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې ملګرو ملتونو ته د هغو میلیاردونو ډالرو پور لومړنۍ برخه تادیه کړي چې د دغه سازمان پوروړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایکل والټز د جمعې په ورځ په یوه تلیفوني مرکه کې رویټرز ته وویل چې دا پیسې به د واشنګټن د کلنیو حق‌الاصمتونو (Dues) د تادیې پیل وي، خو ورسره یې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید خپلو اداري اصلاحاتو ته دوام ورکړي.

د سفیر والټز دا څرګندونې دوه اوونۍ وروسته له هغه مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د دغه سازمان د مالي وضعیت په اړه کلک خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه ۱۹۳ غړي لرونکی سازمان د پورونو د نه تادیې له امله د “مالي پاشل کېدو” له خطر سره مخ دی.

والټز وویل: «تاسو به ډېر ژر د پیسو لومړنۍ جوپه وګورئ. دا به یو مهم ‘ډاون پیمنټ’ وي، که څه هم وروستۍ شمېره لا نه ده تایید شوې، خو دا کار به په څو اوونیو کې وشي.»

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د دغه سازمان د عادي بودیجې د پورونو ۹۵ سلنه برخه پر امریکا ده، چې د فبرورۍ تر پیل پورې ۲.۱۹ ملیارده ډالرو ته رسېږي. سربېره پر دې، واشنګټن ۲.۴ ملیارده ډالره د سولې ساتنې د روانو او پخوانیو ماموریتونو او ۴۳.۶ ملیونه ډالره د نړیوالو محکمو پوروړی دی.

دا مالي پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې د ډسمبر پر ۳۰مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۶ کال لپاره ۳.۴۵ ملیارده ډالره بودیجه تصویب کړه.

تېره سه شنبه ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بودیجې یو قانون لاسلیک کړ چې په کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو لپاره ۳.۱ ملیارده ډالره ځانګړي شوي دي.

مایکل والټز د ملګرو ملتونو په اداري جوړښت کې د “UN80” په نوم د اصلاحاتو لړۍ وستایله، خو ویې ویل چې دا بسنه نه کوي.

هغه وویل: «دا یو ډول ‘سخته مینه’ (Tough Love) ده. د ملګرو ملتونو اوسنی ماډل د ډېرو هېوادونو لپاره د زغم وړ نه دی او موږ غواړو دا سازمان بېرته خپلو اصلي دندو یعنې سولې او امنیت ته وګرځي.»

والټز نیوکه وکړه چې د ملګرو ملتونو بیروکراسي ډېره لویه شوې او د بېلګې په توګه یې یادونه وکړه چې اوسمهال ۷ بېلابېلې ادارې د اقلیمي بدلون پر موضوع کار کوي، چې د ده په وینا “موږ ۷ ادارو ته اړتیا نه لرو.”

هغه زیاته کړه چې واشنګټن د بشري مرستو په ادارو کې د لوجسټیک او اداري دفترونو د مدغم کولو کلک ملاتړ کوي ترڅو لګښتونه کم او موثریت زیات شي.

سرمنشي ګوتېریش خبرداری ورکړی چې که مالي سرچینې برابرې نه شي، ملګري ملتونه به د روان کال د جولای تر میاشتې له نغدي کمښت سره مخ شي.

مایکل والټز وایي چې د پورونو دا تادیه به له ملګرو ملتونو سره د ساه اخیستو په برخه کې مرسته وکړي، خو د اصلاحاتو په برخه کې به د امریکا فشار لا هم دوام ولري.