نړۍ

اروپايي ټولنه په راتلونکو دوو کلونو کې له اوکراین سره ۹۰ میلیارده یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ میلادي کلونو لپاره له اوکراین سره ۹۰ میلیارده یورو مالي مرسته کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د اروپايي ټولنې د شورا لخوا د دغې مرستې د قانوني اډانې د تصویب هرکلی کړی دی.

نوموړي په ایکس پاڼه لیکلي: «موږ تمه لرو چې ټول راتلونکي پړاوونه هم ژر تر ژره پلي شي؛ ځکه دا فنډونه زموږ د مالي امنیت تضمین دي.»

زلنسکي ټینګار کړی چې د اوکراین د انرژۍ پر برخو د روسیې د هغو بریدونو په لړ کې چې ده «ناوړه» بللي، دا مالي مرسته مهمه ده او اروپا ښيي چې کییف له اوږدمهاله ملاتړ څخه برخمن دی.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «دا مرسته نه یوازې اوکراین په بېلابېلو برخو کې پیاوړی کوي، بلکې د خبرو اترو پر میز هم زموږ موقف پیاوړی کوي. دا د ټولې اروپا امنیت او زموږ ګډې راتلونکې ته د پام وړ مرسته ده. مننه!»

دا په داسې حال کې ده چې په ابوظبي کې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د خبرو اترو له درېدو سره، مسکو په وروستیو څو ورځو کې د اوکراین پر بېلابېلو برخو خپل بریدونه سخت کړي دي.

ولادیمیر زلنسکي تر دې وړاندې پر هغه څه چې ده «د روسیې لخوا د ژمنو نقض» وباله، نیوکه وکړه او ویې ویل چې مسکو پر اوکراین په ۷۱ توغندیو او ۴۵۰ ډرون الوتکو برید کړی دی.

که څه هم ده د دغو بریدونو د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې وکړ چې د روسیې لخوا د بریدونو د بندولو ژمنه باید د دې اوونۍ تر پایه دوام موندلی وای.

د اوکراین ولسمشر ادعا وکړه چې روسیې په ابوظبي کې له امریکايي لوري سره د خبرو اترو پر مهال، د یوې اوونۍ لپاره د بریدونو د بندولو په پلمه دا برید وځنډاوه ترڅو وروسته په ډېر شمېر توغندیو او ډرون الوتکو برید وکړي.