رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته، د جلاغوښتونکو وسلهوالو د ځپلو لپاره له ډرون او هليکوپټرو کار واخیست. پولیسو نن چهارشنبه (د فبرورۍ ۴مه) تایید کړه چې په تیره اوونۍ کې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ ته رسېدلی دی.
د تېرې شنبې په ورځ د “بلوچ لیبریشن آرمي”(بلا) لخوا په همغږو بریدونو سره د پاکستان تر ټولو لویه صوبه فلج شوه. امنیتي ځواکونو په لسګونو سیمو کې له وسلهوالو سره نښتې وکړې چې په پایله کې یې د ۱۹۷ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
د “بي ایل اې” وسلهوالو، چې په سیمه کې تر ټولو قوي ډله ګڼل کېږي، د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې پر ښوونځیو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تاسیساتو بریدونه وکړل.
په دې عملیاتو کې، چې د دغې ډلې یو له تر ټولو لویو بریدونو څخه و، ۲۲ امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي ووژل شول.
په کویټه کې یوې مېرمنې “روبینا علي” چې کور یې دولتي ودانیو ته نږدې دی، رېوټرز ته وویل: “ما داسې احساس کړه چې د کور چت او دیوالونه مې په هوا کې الوځي.”
د نوشکي په دښتي ښارګوټي کې، چې شاوخوا ۵۰ زره نفوس لري، وسلهوالو پر امنیتي پوستو او پولیس سټېشن ولکه ټینګه کړې وه.
پولیس وايي، له درې ورځنۍ سختې جګړې وروسته یې بېرته د ښار کنټرول ترلاسه کړی، خو په دې نښتو کې ۷ تنه پولیس سرتېري وژل شوي دي.
یو امنیتي چارواکي وویل: “نوشکي ته نور ځواکونه استول شوي او د وسلهوالو پر ضد له هليکوپټرو او ډرون الوتکو کار اخیستل شوی دی.”
بلوچ جلاغوښتونکو، چې د صوبې د طبیعي سرچینو د واک او ډېرې خپلواکۍ لپاره له کلونو راهیسې جګړه کوي، ادعا کړې چې د دوی په وینا د “هیروف” (توره سیلۍ) په نوم عملیاتو کې یې ۲۸۰ سرتېري وژلي، خو د دې ادعا لپاره یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
دغه بریدونه د تېرې شنبې په سهار ۴ بجې په نوشکي او پني کې په ځانمرګو بریدونو پیل شول او وروسته تر ۱۱ نورو سیمو په ځانګړي ډول تر کویټې پورې وغځېدل. رپوټونه وايي چې وسلهوال په کویټه کې د اعلی وزیر تر دفتره په یو کیلومترۍ کې نږدې شوي وو.
بلوچستان که څه هم د طبیعي کانونو له پلوه بډایه صوبه ده، خو د پاکستان تر ټولو بېوزله سیمه ګڼل کېږي چې د ګوادر بندر په څېر د چین سترې پانګونې هم پکې شتون لري.
