سویلي آسیا

د بلوچستان په واشک کې پر دولتي ودانیو ډله ییز برید وشو

انځور- ارشیف څخه

د بلوچستان په واشک سیمه کې ناپېژانده وسله والو پر دولتي تاسیساتو پراخ برید کړی چې په پایله کې یې څو ودانیو ته اور اچول شوی او په سیمه کې د سختې وېرې فضا رامنځته شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې لسګونه وسله وال، چې په موټرو او موټرسایکلونو سپاره وو، د واشک ښار ته ننوتل او نږدې درې نیم ساعته یې پر دولتي ودانیو بریدونو ته دوام ورکړ.

په دغه برید کې د واشک د مرستیال کمېشنر دفتر، د تحصیلدارۍ دفتر او یو دولتي بانک په نښه شوي دي. عيني شاهدان وایي چې وسله والو دوو دولتي ودانیو ته اور اچولی او د یوه بانک شتمنیو ته یې هم سخت زیان رسولی دی.

 د واشک یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره له سختې نښتې وروسته وسله وال له سیمې وتلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د درنو ډزو او چاودنو غږونو خلک په خپلو کورونو کې بند کړي وو. که څه هم تر اوسه د دقیقو تلفاتو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو ځینو سرچینو د امنیتي سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د شنبې راهیسې د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده.

د تېرو بریدونو مسؤلیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې منلی و، خو د واشک د تېرې شپې د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د امنیتي اندېښنو له امله له تېرو دریو ورځو راهیسې په ټول بلوچستان کې د ګرځنده تلیفونونو انټرنېټي خدمات بند دي. همدا راز، حکومت په سیمه کې د پنځو کسانو پر راټولېدو او د وسلو پر ګرځولو کلک بندیز لګولی دی.