په افغانستان کې نن دوشنبه د سلواغې په ۱۳مه، د ماشومانو د فلج یا پولیو ضد واکسین درې ورځنی کارزار په ۱۸ ولایتونو کې په رسمي ډول پیل شو.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین به په ټوله کې ۲۲ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي، خو په قندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې به دغه لړۍ سبا سېشنبه د سلواغې په ۱۴مه پیل شي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کمپاین کې به تر ۵ کلونو کم عمره شاوخوا ۷.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له ټولو هېوادوالو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو سره د افغانستان په پاکولو کې مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د احصایې له مخې، تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
اوسمهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس شتون لري.
د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې ۹ نوې پېښې پېژندل شوې دي؛ دا شمېره د تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه کموالی ښيي.
د پولیو مثبتې پېښې په ۹ ولایتونو کې ثبت شوې دي چې په هغو کې بادغیس (۱ پېښه)، نیمروز (۱)، هلمند (۲)، ارزګان (۱)، پکتیکا (۲)، پکتیا (۱) او کنړ (۱ پېښه) شامل دي. دا سیمې د جغرافیایي ستونزو او روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله لا هم د جدي ګواښ سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې به د واکسین کارکوونکي کور په کور ګرځېدل، خو د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې طالبانو د کور په کور واکسین او په دې پروګرام کې د ښځو پر ګډون بندیز ولګاوه. اوسمهال د واکسین لړۍ یوازې په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې ترسره کېږي.
