د آمو پښتو خبرونه

هبت‌الله اخندزاده د طالبانو په جزایي اصول‌نامه کې د ټولنې د یوولسو ډلو د وژلو جواز صادر کړی دی.

په دې اصول‌نامه کې د طالبانو د وسله‌ والو مخالفینو، جادوګر، د اسلام ضد عقایدو مدافع، د اسلام ضد عقایدو بلونکي، د اهل سنت او جماعت پرته د اسلامي مذهبونو د مشرانو او ښوونکو، او د قاتل د وژلو اجازه ورکړل شوې ده.

د طالبانو جزایي اصول‌نامه همداراز د پرله‌پسې لواط کوونکي، پرله‌پسې غل او د دوو نورو ډلو د وژلو جواز هم صادر کړی دی.

په اصول‌نامه کې ویل شوي چې د افرادو وژل د طالبانو د مشر په اجازه ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو د جزایي اصول‌نامې منتقدین «کافران» بللي دي.