د طالبانو له ګواښونو سره سره، د طالبانو د جزایي اصولنامې پر وړاندې غبرګونونه او نیوکې لا هم د پراخېدو په حال کې دي.
د اروپا د پارلمان استازې هانا نیومن، د طالبانو د جزایي اصولنامې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا سند په عمل کې «جنسیتي آپارتاید او د ښځو او نجونو غلامي» بنسټیزوي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د خپلواک بشري حقونو د پخوانۍ کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر، له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د طالبانو لیدلوری وننګوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، له بيبيسي سره په خبرو کې ادعا کوي چې د ده په باور دا نیوکې د «سوء تفاهم او له معلوماتي تشې» سرچینه اخلي.
