د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۴- د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله رزماري دیکارلو نن کابل ته رسېدلې ده.

سرچینو منلې، چې دیکارلو نن سهار کابل ته رسېدلې او تمه ده، چې له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د بهیر د تعقیب او د افغانستان د خلکو په ګټه د «اصولي او عمل‌محوره تعامل» د پرمخ بېولو په اړه لیده کاته وکړي.

بل لور ته، د مېرمن دیکارلو د سفر هم‌مهاله، یو شمېر افغان ښځو د ملګرو ملتونو له دې لوړپوړې چارواکې غوښتي چې د ښځو وضعیت دې په لومړیتوب کې ونیول شي، ځکه د دوی په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې شوې خبرې تر اوسه د ښځو په وضعیت کې کوم څرګند بدلون نه دی راوستی.