د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن، پر ناټو متحدینو د ټرمپ وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې ولسمشر په دې کار سره د امریکا خلک شرموي.
بولټن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټرمپ دغو څرګندونو د ناټو غړي هېوادونه په غصه کړي او دا غصه پر ځای ده.
دا غبرګون وروسته له هغه پیدا کیږي چې ډونالډ ټرمپ له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ناټو متحدینو په افغانستان کې ځانونه د جګړې لومړۍ کرښې ته نه ایستل او تل به شاته پاتې کېدل.
ټرمپ په خپلو خبرو کې شک څرګند کړ چې که امریکا ورته اړتیا ولري، ایا دا متحدین به یې تر څنګ ودرېږي که نه. هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله هغوی ته اړتیا نه درلوده، هغوی به یوازې یو شمېر سرتېري افغانستان ته لېږل خو له لومړۍ کرښې به لرې پاتې کېدل.»
جان بولټن د ټرمپ دا ادعاوې له حقیقته لرې وبللې او ټینګار یې وکړ چې: «په سپینه ماڼۍ کې باید یو څوک ټرمپ له واقعیتونو سره اشنا کړي.»
د ټرمپ دغو خبرو د ناټو د غړو هېوادونو د چارواکو او هغو سرتېرو سخت غبرګونونه پارولي چې په افغانستان کې یې تر شلو کلونو پورې د امریکایي ځواکونو تر څنګ جګړه کړې ده.
د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د ناټو په تاریخ کې یوازینی هېواد و چې د دغه تړون د پنځمې مادې پر بنسټ یې له خپلو متحدینو مرسته وغوښته.
د دغه اصل له مخې پر یو غړي برید پر ټولو برید ګڼل کېږي. له هماغه وخته تر ۲۰ کلونو پورې د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې قربانۍ ورکړې، خو ټرمپ په دوامداره توګه دا قربانۍ کم ارزښته ښيي.
