د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د «عجوه» په نوم د چرګانو د دانې د تولید یوې لويې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.
د دغې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو تر واک لاندې د کرنې ریاست مسوولینو، پولټري متخصصینو او د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
د فابریکې مسوول ډاکتر عظیمالله میاخېل وایي، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰ ټنه دانې د تولید وړتیا لري او ډېری خام مواد یې له کورنیو تولیداتو څخه تأمینېږي.
د ننګرهار د مالدارۍ خدمتونو امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي د دغې فابریکې جوړېدل د ځانبسیاینې په لور یو مهم ګام وباله او پر مسوولینو یې غږ وکړ چې د تولیداتو کیفیت د کرنې وزارت له معیارونو سره سم وساتي.
د مسوولینو په وینا، د دې فابریکې په فعالیت پیلولو سره سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې، چې دا به د سیمې په اقتصادي وده او د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
