کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې له ۱۹۰۰ ډېر کډوال وایستل

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وایي چې په تېره یوه ورځ (سې شنبه، د مرغومي ۳۰مه) پاکستان ۱۹۲۱ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.

ورته مهال، ۱۱۳ تنه نور له ایران څخه ایستل شوي؛ چې د دغو ایستلو ډېره برخه په جبري ډول ترسره شوې ده.

د ویلو ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، د ورېښمو پله  پر لارو او اسلام کلا له سرحدي پولې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستان له دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۶۰۴ افغان کډوال په جبري او اختیاري ډول ایستلي وو.

د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمېسیون د بیانیو څخه د «آمو» موندنې ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د مرغومي له ۱۹مې تر ۲۶مې) پاکستان ۱۶۲۴۷ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

دا موندنې دغه راز ښيي چې په ورته وخت کې ۸۰۲ تنه نور له ایران څخه هم ایستل شوي، چې ډېری یې په جبري ډول وو.

په وروستیو نږدې دوو کلونو کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پام وړ زیاتوالي شاهد دی.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې په پراخه کچه د کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو او مرستندویه ظرفیتونو باندې دروند فشار راوړي.