کډوالي

په تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه تر ۱۶ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د آمو ټلویزیون موندنې چې د طالبانو د کډوالو چارو د عالي کمیسیون د شمېرو پر بنسټ چمتو شوي، ښیي چې په تېره یوه اونۍ کې (د مرغومي له ۱۹مې تر ۲۶مې) پاکستان ۱۶ زره ۲۴۷ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

دا موندنې دغه راز څرګندوي چې په ورته مهال کې ۸۰۲ تنه نور کډوال له ایرانه هم را ایستل شوي، چې د راپورونو له مخې د دغو کډوالو اکثریت په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

ویل کېږي چې یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، پل ابریشم او اسلام کلا له سرحدي پولو څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د یوې بې سارې څپې شاهد دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا پراخه راستنېدنه د افغانستان په محدودو سرچینو او د مرستو رسولو په ظرفیتونو باندې سخت فشار راوړي.