پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د دې هیواد، د کراچۍ پولیسو په سږکال کې د خپلو تر ټولو لویو عملیاتو په ترڅ کې هغه مجرم له خپل ملګري سره یو ځای نیولی دی چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو ژوند تباه کړی و.
د پلټنو مدیر یا ایس پي عثمان سدوزي ویلي چې د دغه وحشتناک جنایت اصلي تورن عمران نومېږي؛ ده به له ۱۲ تر ۱۳ کلونو پورې عمر لرونکي هلکان په نښه کول او له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې د دغه بوږنوونکي جنایت لړۍ جاري ساتلې وه.
د راپور د جزیاتو له مخې، تورن عمران د منظور کالونۍ اوسېدونکی او په مسلک د ټایرونو پنچر مین و؛ هغه به ماشومان پر خپل موټرسایکل دوکه کول او د ماښام له ۶ بجو څخه تر نیمې شپې پورې به یې د ملیر سیند غاړې ته د جنایت لپاره وړل.
دغه قضیه هغه مهال د پولیسو لپاره لومړیتوب وګرځېده چې د شپږو کلونو په توپیر د بېلابېلو قضیو د ډي این اې نمونې یو شان وختلې، چې دا د یوې خطرناکې او منظمې شبکې نښه وه.
له همدې امله د جنوري پر ۶مه د سي آی اې د لوړپوړو چارواکو تر مشرۍ لاندې یوه ځانګړې ډله جوړه شوه او په ۱۱ ورځو کې یې وکولای شول چې تورن عمران او د هغه ملګری وقاص خان د ټیپو سلطان په سیمه کې هغه مهال لاس په سر ونیسي چې د یوه بل ماشوم د ښکار پلان یې درلود.
که څه هم تر اوسه ۹ قضیې په رسمي ډول ثبت شوې دي، خو پولیس وایي چې د شواهدو او د تورنو کسانو د اعترافاتو له مخې د قرباني شویو ماشومانو شمېر له سلو اوړي.
د سیند اعلی وزیر مراد علي شاه د دغو مجرمینو پر نیول کېدو خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې ورته په هیڅ قیمت د زغم وړ نه دي؛ هغه لارښوونه کړې چې د قضیې دوسیه دې یوازې د قوي شواهدو او ډي این اې پر بنسټ محکمې ته وړاندې شي ترڅو مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي.
نوموړي د پولیسو مشرانو ته امر کړی چې د نورو قربانیانو په نښه کولو کې هم مرسته وکړي او هره ورځ دې ده ته د قضیې د پرمختګ په اړه معلومات ورکوي. دا پېښه په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې په سیمه کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
په پاکستان کې پر ماشومانو جنسي تېری یو داسې پټ او بوږنوونکی ناورین دی چې د عدلي سیسټم د کمزورتیا او ټولنیز فشار له امله ورځ تر بلې پړسېږي.
د ساحل سازمان د تازه ارقامو او د هیومن رایټس واچ د ۲۰۲۵ کال د رپوټونو پر بنسټ، په دغه هېواد کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۱ ماشومان د جنسي وحشت ښکار کېږي، خو په محکمو کې مجرمینو ته د سزا ورکولو کچه یا کنوېکشن ریټ لا هم تر یوې سلنې کم دی.
دغه ویروونکی حالت یوازې په کوڅو او بازارونو کې نه، بلکې تر ډېره په مذهبي مدرسو کې د “مقدس پناه ځای” تر سیوري لاندې پټ ساتل کېږي؛ لکه د لاهور د مفتي عزیز الرحمن بدنامه قضیه چې د دې تریخ حقیقت یوه څرګنده بېلګه وه.
په دغو مذهبي او تعلیمي مرکزونو کې د مذهبي نفوذ او د واک نابرابرۍ له امله ډېری قربانیان غلي پاتې کېږي، چې دا چاره د منظور کالونۍ د عمران غوندې داړونکو ته لار هواروي چې کلونه کلونه په ډاډه زړه د سلګونو ماشومانو ژوند په سیند لاهو کړي.
