متحده ایالتونه

رویټرز: ټرمپ په ایران کې د ملاتړ ترلاسه کولو په اړه د رضا پهلوي پر وړتیا شک څرګند کړ

انځور- ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د اپوزیسیون څېره، رضا پهلوي “ډېر ښه سړی ښکاري”، خو شک یې څرګند کړ چې ایا پهلوي به وکولی شي په ایران کې دننه د واک ترلاسه کولو لپاره کافي ملاتړ راټول کړي که نه.

په اوول دفتر (Oval Office) کې له رویټرز سره په یوه ځانګړې مرکه کې، ټرمپ وویل چې دا احتمال شته چې د ایران مذهبي حکومت وپاشل شي.

هغه همداراز د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې سره د خبرو اترو د بندون (Stalemate) عامل وباله او د فدرالي ریزرو د مشر جیروم پاول په اړه د عدلیې وزارت د څېړنو په تړاو د جمهوري غوښتونکو نیوکې یې رد کړې.

 ټرمپ په وار وار ګواښ کړی چې د ایراني لاریونوالو په ملاتړ به مداخله وکړي، چیرته چې د راپورونو له مخې زرګونه کسان وژل شوي دي. خو نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ایران د پخواني شاه د زوی، رضا پهلوي د بشپړ ملاتړ په اړه زړه نازړه توب وښود. پهلوي چې ۶۵ کلن دی، له ۱۹۷۹ کال راهیسې له ایران څخه بهر ژوند کوي.

ټرمپ وویل: هغه ډېر ښه سړی ښکاري، خو زه نه پوهېږم چې هغه به په خپل هېواد کې دننه څه ډول رول ولوبوي. موږ لا تر اوسه هغه پړاو ته نه یو رسېدلي. زه نه پوهېږم چې ایا هېواد به یې د هغه مشرتابه ومني که نه، خو که یې ومني، دا به زما لپاره ښه وي.”

ټرمپ، چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی، زیلینسکي د دې څلور کلنې جګړې د حل په لاره کې “اصلي خنډ” وباله. هغه وویل چې پوتین “معاملې ته چمتو دی”، خو زیلینسکي یې مخه نیسي.

ټرمپ وویل چې د پنجشنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې “ماریا کورینا مچاډو” سره وګوري. مچاډو تېر کال د سولې نوبل جایزه ګټلې وه او غوښتل یې ټرمپ ته یې ډالۍ کړي، خو د نوبل کمېټې ویلي چې دا جایزه بل چا ته نه شي انتقالېدلی.