د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د جاپان حکومت د ۲۴۰ زره ډالره نوې بشردوستانه مرستې په ځانګړي کولو سره، په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو له دوام څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازولۍ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا تازه مرسته، په افغانستان کې د بشردوستانه او ژغورونکو هڅو دوام ته د “جاپان حکومت او خلکو د تلپاتې ژمنې” نښه ده؛ هغه هېواد چې روغتیایي نظام یې لا هم د سرچینو له سخت کمښت سره مخ دی.
د دغه سازمان په وینا، د جاپان مالي مرسته به د بنسټیزو روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو، په ځانګړي ډول د زیانګلو ډلو د ملاتړ لپاره وکارول شي. د دې مرستې د لګولو د څرنګوالي په اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.
افغانستان په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له ژور بشري ناورین سره مخ دی او نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت، د روغتیایي مرکزونو فعالیت او درملنې ته د خلکو لاسرسی له جدي خطر سره مخ کړی دی.
جاپان له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو سره سره، د نړیوالو سازمانونو له لارې خپلې بشردوستانه مرستې جاري ساتلې دي.
