پاکستاني او امریکايي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په پبي سیمه کې دوه اړخیز ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې (ایاېسپيار) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه تمرینونه د «اېنسپارېډ ګمبېټ–۲۰۲۶» تر نوم لاندې ترسره کېږي.
ایاېسپيار زیاتوي، دا تمرینونه د ترهګرۍ ضد مبارزې پر چارو متمرکز دي، دوه اوونۍ به دوام ولري او د دواړو هېوادونو د پوځ مسلکي قطعات پکې برخه اخلي.
د اعلامیې له مخې، دا د پاکستان او امریکا ترمنځ دیارلسم دوه اړخیز پوځي تمرینات دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، دغه تمرینونه د پبي په سیمه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي مرکز (NCTC) کې ترسره کېږي او موخه یې د ترهګرۍ ضد تجربو شریکول، د ګډ پوهاوي پراخول او د دواړو ځواکونو ترمنځ د متقابل عمل وړتیا لوړول دي.
له بلې خوا، دا تمرینات په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو ډلو بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
د امنیتي چارو پوهان په دې باور دي چې له واشنګټن سره دا ډول پوځي تعامل دا پیغام ورکوي چې اسلاماباد لا هم د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا د ستراتیژیک ملاتړ او مرستو غوښتونکی دی.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه تمرینونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغو هوکړو یوه برخه ده چې د امنیتي او دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره شوې دي.
که څه هم په تېرو کلونو کې د اسلاماباد او واشنګټن اړیکې د ځینو مسایلو له امله له ننګونو سره مخ وې، خو دا ډول دوامداره تمرینات ښيي چې پوځي ډیپلوماسي لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو مهم ستون دی.
