فرهنګ او هنر

طالبانو په لوګر کې د ۲۷ نویو لرغونو سیمو د کشف خبر ورکړ

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې ۲۷ نوې لرغونې او تاریخي سیمې پېژندلې او ثبت کړې دي.

د دغه وزارت له لوري د شنبې په ورځ (د جدي ۲۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت د لرغونپوهنې ریاست مسلکي پلاوي د یو رسمي سفر پر مهال د لوګر ولایت لرغونې سیمې سروې کړې دي.

 د دې سروې په پایله کې، د دغه ولایت په څرخ، برکي برک، خروار، ازرې ولسوالیو او مرکز (پل علم) کې ۲۷ لرغونې سیمې په نښه او د هېواد د لرغونو سیمو په ارشیف کې ثبت شوې.

د لرغونپوهنې ریاست چارواکي وايي، د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دغه سیمې په «یوناني-باختري» او «ځلانده اسلامي دورو» پورې اړه لري.

د یادو مسؤلینو په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره هم لیدنې شوې او هغوی ته د دې سیمو د تاریخي ارزښت او ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

دغه راز په دې لیدنو کې، د هېواد د لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د ساتنې او مدیریت په اړه د طالبانو د مشر د (۱) شمېرې فرمان په اړه لازم توضیحات وړاندې شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی چې د دې سیمو پېژندل او ثبتول، د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام دی.