سویلي آسیا

په خېبر پښتونخوا کې ۱۱ وسله وال ووژل شول

د پاکستاني پوځیانو عکس. له آرشیف

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای‌ ایس ‌پي ‌ار) خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا ولایت په شمالي وزیرستان او کرم ولسوالیو کې دوه جلا استخباراتي عملیات ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري په اتمه نېټه ترسره شوي، د یوې وسله والې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په شمالي وزیرستان کې له سختې نښتې وروسته ۶ ترهګر له منځه یووړل شول او په کرم ولسوالۍ کې ۵ نور د پولیسو او پوځ په ګډو عملیاتو کې ووژل شول.

د عامه اړیکو د فتر وايي له دغو کسانو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او پوځ ادعا کړې چې دا کسان په سیمه کې د امنیتي ځواکونو، قانون پلي کوونکو ادارو او ملکیانو په نښه کولو کې فعال وو.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په تېر ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان سلګونه امنیتي سرتېري په ځانمرګو بریدونو، کمینونو او وسله والو نښتو کې وژل شوي، چې دا په وروستۍ یوه لسیزه کې د ځواکونو لپاره یو له خونړیو کلونو څخه و.

د پاکستان حکومت او پوځ تل ادعا کړې چې د دغو بریدونو پلانونه په افغانستان کې نیول کېږي او وسله والې ډلې د طالبانو تر واک لاندې خاوره کې خوندي پټنځایونه لري.

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د کابل سرپرست حکومت باید پر خپله خاوره د وسله والو فعالیتونه کنټرول کړي، خو طالبان دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ ريښه لري او دوی ته باید منسوبې نه شي.