د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د کیندنې پر سر د اعتراضونو په دوام، ځايي خلکو نن یو ځل بیا د کان کیندنې شرکتونو موټرونه او وسایل وسوځول.
د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خپلو زېرمو د لوټ او چور مخنیوي لپاره یې اعتراض پیل کړی دی.
دوی ټینګار کوي چې خپل اعتراض یې څو ځله سیمه ییزو او مرکزي چارواکو ته رسولی دی، خو تر اوسه پورې هیڅ پاملرنه نه ده شوې او د کانونو د کیندنې په دوام سره د دوی ژوند او کرنیزې ځمکې لاهم په خطر کې دي.
دا اعتراضونه د جمعې په ورځ پیل شول او تر اوسه پورې پنځه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې یو پلاوی سیمې ته تللی او د پېښې په اړه څېړنه کوي.
