د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

په تخار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي چې د دې ولایت د “چاه آب” ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو یو ځل بیا د سرو زرو کان پر سر له طالب ځواکونو سره نښته کړې ده.

د دې سرچینو په وینا، د ځایي اوسېدونکو او د طالبانو اړوند د سرو زرو کان کیندنې شرکت کارکوونکو ترمنځ په نښته کې تر دې دمه د ځایي اوسېدونکو پنځه تنه او د شرکت یو کارکوونکی مړ شوی، او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

خلکو له جمعې ورځې راهیسې د چاپېریال د ویجاړېدو، کرنیزو ځمکو ته د زیان رسېدو او له خلکو ته د ونډې له ورکړې پرته د کان کیندنې پر وړاندې لاریونونه پیل کړي دي.